Thursday 22 August 2013

ارواښاد زرمل وال او زما ترخه ښوروا
 15 ثور / غويي 1392,

نه پوهېږم په لومړي ځل مې ارواښاد غلام محمد زرملوال صاحب کله وليد خو چې ومې ليد داسې راته واېسېد لکه له کلونو چې يې پېژنم.  غټې گردۍ برېښنده سترگې يې خندانې وې، تندى يې ورين و، پر شونډو يې موسکا خپره وه او چې اورېدم به يې داسې به راته غوږ و لکه تر دۀ لوى چې ورته غږيږي.
د ١٩٩٠ مو کلونو لومړني هغه وو. په کابل د توغنديو باران ورېد، د پرونیو هیلو ځای د نن ناورین نیولی و. دا هغه وخت و چې زما غوندې د احساساتو په نيلي سپارۀ منطق او استدلال ته نه تمېدل. وينه توده وه. خو زرملوال صاحب په شرايطو د غږېدا پر وخت داسې سوړ و لکه د سالنگ د غرونو واوره.
دى هم دردېدۀ. دى هم خوږېدۀ خو خپل احساسات يې په دغه ډول چارو کې کابو کول. دا هم نه وه چې دى احساساتي نه و. د ډېورند کرښه، د پرنګیانو  سیاستونه او د اباسین د پورې غاړې د واکدارانو ځینې کړنې چې به یادې شوې، اور به یې واخیست او دا به دې هېر شول چې له چا سره ناست یې. زرملوال د خپلو خلکو عيبونه ليدل او په زړۀ کې يې منل خو نه يې يادول. که به دې راټينگ کړ موسک به شو خبره به يې تېره کړه او پوه به شوې چې دى خپل نه ملامتوي نورو ته يې زړۀ پوخ دى. منطق يې ورته درلود خو زۀ يې نه قانع کولم.  ما ځان ملامتاوۀ او دۀ ويل مات لاس خپلې غاړې ته لويږي.
ارواښاد زرملوال د مسايلو حل لاره د تاريخ په پاڼو کې موندله.ماته د نن او پرون په شرایطو کې د مځکې او اسمان واټن ښکارېده خو ده د دې مځکې او اسمان تر منځ رابطه لیدله.
زرمل وال صاحب په اصل کې  انجنیر و خو بحث یې سیاسي خوښېده. د خوالۀ يوازيني دوه نور مسايل مو ترخه ښوروا او فوټبال و. په ترخې ښورا تر وروستيو کلونو مين و او فوټبال يې يوازې زما لپاره ياداوۀ او خوښاوۀ. پوهېدم چې په بحث کې به راباندې پوه شو چې  د وطن حالاتو ناهیلی کړی یم نو خبره به یې بدله کړه. د فوټبال او ارسنل لوبډلې کيسې به یې راته پيل کړې. د ترخې ښوروا خوږې کيسې به يې وکړې.
وروسته چې د ماشومانو پلار شوم زرملوال صاحب د هغوى کلکه پوښتنه کوله. څو وارې کور ته راغى. شپنې او برمل ته يې ډالۍ راوړې. داسې لوبې يې ورسره کولې لکه همځولى چې يې وي.
ترخه ښوروا يې ډېره يادوله خو لږ يې خوړله. يو دوه وارې ما خپله ورته پخه کړه. د خوړو پر وخت به يې ژبه پرې ټکوله. خو يوه ورځ مې مېرمن راته وويل چې زرملوال صاحب ورته ویلي چې د ايمل لپاره يې ستايم.  بيا چې به راتۀ مېرمن به مې جلا پخلى ورته کړى و. زما ترخه ښوروا به هم وه خو لاس یېلږ وروړ.
تر ابدي خوب څو مياشتې وړاندې يې  راسره خبرې کولې. ورته ومې ويل ترخې ښوروا ته نه راځې. په لومړي ځل يې وويل: يه بابا ترخه ښوروا څه کوو ښه پلو به سره خورو.
د ده د سیاسي ارزوګانو غوندې د ښه پلو هیله هم نیمه خوا پاتې شوه. روح دې یې ښاد وي.

بکتاش زموږ هلمند

هلمند به له ټوکو او نورو خبرو سره د خپرونو د لا غني کولو لپاره نوي او خلاق نظرونه وړاندې کول
ارواښاد حنيف بکتاش په ١٩٩٧ کال کې په لومړي ځل زموږ څانگې ته راغى. ما د يوۀ ښه شعر ويونکي په نامۀ پېژاندۀ نور ورسره بلد نه وم.
د کلونو په اوږدو کې مې د شاعر، تاريخپوه، دوست او همکار په توگه وپېژاندۀ چې دلته يې يادوم.
اروښاد بکتاش ته به مې تل ويل چې زۀ شاعر نه يم او نه هم دعوه لرم چې په شعر پوهېږم. خو دۀ به په ورين تندي او له خندا ډکه خوله راته ويل: ناځواني به نه کوې، ته واوره دا شعر واوره.
دۀ سپين شعر وايۀ. ويل به يې چې شعر ازاد مرغۀ دى او بايد بند نه شي. بايد په قيدونو کې ايسار نه وي. په شعر کې دۀ په کلماتو لوبې کولې.
له کلماتو يې نورې نورې ماناوې ايستلې. زۀ چې په شعر نه پوهېدم او نه پوهېږم ډېر کله به ورسره يا مخامخ يا په تيليفون په بحث اخته وم. ما به استدلال کاوۀ. دۀ به خپل پنځول شوي کلمات تفسيرول.
ډېر کله به يې قانع نه کړم، توپيرونه به پر ځاى پاتې شول. دۀ به وخندل، يوه ټوکه به يې وکړه او تر بل شعر پورې به يې پر شعر زموږ خبرې ودرېدې.
له ارواښاد بکتاش سره زما بحثونه او استدلالونه يوازې د شعر په برخه کې نه و. دى تاريخپوه و او زۀ په تاريخ باور نه لرم. ډېر بحثونه مې ورسره کړي چې تاريخ لاسبري ليکي او زور پرځولي تل تاريخ ليکونکو هېر کړي دي.
لکه الفاظو ته چې يې د شعر په ژبه نوې ماناوې ورکولې خپل درد به يې هم په لا خوندور ډول سپاړۀ تر هغو چې په ابدي خوب ويدېدۀ.
خو ډاکټر بکتاش به راته ويل: "هر تاريخ مه لوله، هغه ولوله چې په تاريخي پېښو يې رڼا اچولې، شننلي يې دي او ارزونه يې له نويو ميتودونو سره سمه وړاندې کړې ده."
ما نه منل او دۀ به ويل په دري ژبه يې د افغانستان تاريخ کښلى دى. يوه ورځ به يې چاپوي بيا به مې ذهن او فکر ورسره بدلېږي. هغه اثر تر اوسه چاپ شوى نه دى.
حنيف ټوکي سړى و. خورا ډېرې ټوکې يې زده وې. خپلو ټوکو ته يې داسې خندل چې خندا ته يې موسېدلې. که به يې ټوکه پر ځاى هم نه وه د ويلو طرز يې داسې و چې وبه يې خندولې.
دى د کيڼ لاسي سياست لاروى و چې زۀ ورسره کاملآ مخالف وم. د خپلې سياسي تگلارې دفاع يې کوله خو نقد يې هم پرې مانۀ. د خپل نسل د نورو په سياست اخته کسانو خلاف دۀ له مخالف نظر سره جنگ نه کاوۀ،
تربگني يې نه ورسره پالله. زۀ او دى به ډېر کله په سياسي بحثونو کې په جلا لوريو روان وو خو توپير ترمنځ درناوى پر ځاى.
په کار کې نه پوهېږم ولې بکتاش " هلمند" و. د هلمند په نامۀ يې کلونه په خپل خواږۀ غږ د ميليونونو اورېدونکو زړونه خپل کړل.
ولي عبدالله او هلمند به چې په سټوډيو کې ناست و د خپرونې تر ثبتولو وړاندې به يې دومره سره وخندل چې تا به ويل وروسته به هيڅ د ويلو ونه لري، خو خپرونه به يې هم همداسې رنگينه او خوندوره وه.
کله نا کله به تر خپرونې وروسته کانتين ته سره ولاړو، چاى او چپس به مو سره خوړل.
هلمند به له ټوکو او نورو خبرو سره د خپرونو د لا غني کولو لپاره نوي او خلاق نظرونه وړاندې کول. که به يې له کوم همکاره زړۀ ودردېد په کانتين کې به يې ټوکه پسې جوړه کړه او د زړۀ درد به يې په خوندور او هوساکوونکي ډول ويوست.
لکه الفاظو ته چې يې د شعر په ژبه نوې ماناوې ورکولې خپل درد به يې هم په لا خوندور ډول وسپاړۀ تر هغو چې په ابدي خوب ويدېدۀ.
خدايه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر په باطن سپين سپيڅلي خلک
هيڅ خندا مې له دې خلکو سره نه شي
ژړوي مې هغه تللي تللي خلک

Wednesday 21 August 2013



له ښایسته خو خطرناک اروزګانه

28 جولاې 2013 - 06 زمری 1392

احمد امید خپلواک یوازې پر ځانمرګو نه راته غږېد. هڅه یې کوله چې د خپل ښایسته اروزګان ښکلا هم را وپېژني.
د کابل د دوبي یوه غرمه وه. غرمنۍ مې خوړلې وه، چای مې څښه. زنګ راغی:
- یو زلمی دې لیدو ته راغلی
- څوک دی؟
- نه یې پېژنو
د ځانمرګو بریدونو ډار هر څوک ډارولي وو. غوره همدا وه چې که د چا پکار وای زنګ یې راته وهلی وای، ځان یې راپېژندلی وای او بیا دفتر ته راغلی وای.
تلوسه راپيدا شوه. وخت مې درلود. همکار مې وپوښت:
- له کومه راغلی؟
- وايي له اروزګانه راغلی یم.
هېر مې و چې کله مې دې د اروزګان څوک لیدلی وي. سترګو ته مې د اوږدو کمیسونو، لمر وهلو، اوږدو ږیرو سړو تصویر ودرید. بې له دې چې نور فکر وکړم ورته ومې ویل را یې وله.
دروازه پرانیستل شوه. اوږد کمیس یې اغوستی و. د پرتاګه پایڅې یې وربډوهلې وې. تور رنګولي بوټ یې په پښو و. اوږد سپين بخون چارخانه څادر یې په یوه اوږه پروت و.
ګومان کوم سره خولۍ یې په سر وه. تورې سترګې یې خندانې برېښېدې. په اوږه پروت څادر یې په لاس کې ونیو. لاس او څادر یې دواړه پر ټټر کېښوول.
- پسرلی صاحب امید خپلواک یم.
رامخ ته شو. غېږ یې پرانیسته. روغبړ مو وکړ. خولې و. لکه د تناره له غاړې چې را ولاړ شوی وي. مخامخ راته کښېناست. لکه له کلونو کلونو چې سره پېژنو.
- خونه مو ښه سړه ده.
په څادر یې خولې پاکولې، د خونې څلور سره کونجونه یې څارل. د شنو چایو پیاله مې ورته کېښوده. و مې پوښت:
- ډوډۍ دې خوړلې؟
- هو د وخته، موږ خلک د وخته هر څه کوو.
- تاسو خلک؟
موسکی شو. پر سپین مخ یې وینه وځغسته. یو غوړپ چای يې تر ستونې تېر کړ.
- زه له ترین کوټه راغلی یم.
- اروزګان؟
- هو پسرلی صاحب، اروزګان ډېر ښایسته ځای دی، ورته راغلی به نه یې؟
- یه
- ډېر ښایسته دی خو تعلیم په کې نشته، تاسې خبریال هم په کې نه لرئ.
موږ په اروزګان کې خبریال غوښت. له یوه ملګري ژورنالست سره مې څو اوونۍ وړاندې خبره کړې وه. پوه شوم چې امید د هغه په غوښتنه راغلی دی.
احمد امید خپلواک ورو ورو خبرې کولې. خو مړ مړ نه غږېد. په غږ کې یې انرژي او ولوله وه. پر خپل کاري ژوند راته وغږید.
په هغه ورځ چې لټېده. تر ډېره یې ځان راپېژندلی و، زموږ د همکارانو په باب راته غږېدلی و. پر خپرونو یې راته ویلي و خو تر پایه یې د کار غوښتنه و نه کړه.
شمېره یې را پرېښوده. مخه ښه ته یې غېږ پرانیسته. په غوږ کې یې راته وویل:
- ښایسته خو خطرناک اروزګان ته روان یم.
احمد امید خپلواک مو همکار شو. یوازې پر ځانمرګو نه راته غږېد. هڅه یې کوله چې د خپل ښایسته اروزګان ښکلا هم را وپېژني.
په کار کې یې ستړیا نه درلوده. یا نه ډارېده یا یې ماته ډاډ راکاوه.
ویل به یې: "بې غمه اوسه، دا اروزګان دی ښه په کې بلد یم." دی بلد و خو نور نه و.
دا لندن دی: سر او سرتیری
 
په افغانستان کې چې د برتانیا کوم عسکر ووژل شی دلته په لندن کې دغه وژنه ارو مرو په مهمو خبرونو کې یادیږی . که راډیو وی ، که تلویزیون وی او که ورځپاڼه ، عمومآ داسې لیکی : د دفاع وزارت وایی د پلانی کنډک یو سرتیری په افغانستان کې ووژل شو . د وژل شوی سرتیری کورنۍ ته خبر ورکړل شوی دی .
یو دوه ورځې وروسته همدا خبر بیا خپور شی : د دفاع وزارت د هغه وژل شوی سرتیری نوم په ډاگه کړی چې وړمه ورځ د افغانستان په هلمند ولایت کې ووژل شو . سرتیری پلانی نومیږی د دهٔ کنډک مشر وایی چې دغه سرتیری خورا تکړه او مسلکی پوځی و .
په لومړی خبر کې دوی د سرتیری نوم ځکه نه اخلی چې کورنۍ یې لا د ویر ټغر نه یې ویړ کړی . کله چې یې کورنۍ پوره خبره شی  له هغه وروسته دوی په دویم خبر کې نور برتانویان د عسکر له نومه خبروی ، د دهٔ عکس ښیی او  خلک پرې غږوی . له ۲۰۰۱ کال راهیسته په افغانستان کې تر اوسه د برتانیا دوه سوه څو اویا سرتیری وژل شوی دی . د هر یوهٔ په باب همدا ډول خبرونه خپارهٔ شوی دی .
څو ورځې وړاندې مې په څلورم تلویزیونی کانال د هلمند د مشترک نومی پوځی عملیاتو په باب رپوټ لید . د شنو پټو ترڅنگ د یوهٔ خټین دیوال لاندې وینه پرته وه . خبریال ویل دغلته ماین چاودلی و چې درې افغان عسکر یې ووژل .
په افغانستان کې   رسنۍ او  د دفاع وزارت د وژل شویو افغان سرتیرو  نوم نه اخلی . تیر کال مې د کورنیو چارو له وزارته تش دومره واوریدل چې په شپږو میاشتو کې شپږ سوه پولیس وژل شوی دی . د عسکرو شمیره مې  کله نه ده اوریدلې . نه پوهیږم ولې په افغانستان کې دا دود نشته چې د وژل شویو سرتیرو نوم او نښان څوک نه یادوی . په زور واکو نظامونو کې همداسې وی خو اوسنی افغان نظام زور واکی نه دی د خلکو په رایو ټاکل شوی .
د شوروی اتحاد  عسکر چې په افغانستان کې وژل کیدل مسکو به یې نوم نه اخیست او نه به یې خبر ورکاوهٔ چې څو کسه یې وژل شوی دی . د هغه ډول زور واکی نظام استدلال شاید دا و چې د خپلو وژل شویو سرتیرو په یادولو به یې غلیم پیاوړی ښکاره شی . خو دغه زورواکی نظامونه ایا په دې فکر نه کوی چې په جنگ کې خو څه پراټې نه وېشل کیږی . جگړه وینه بهوی ، خلک ژړوی .
برتانیاییان خپل وژل شوی عسکر نه هیروی ، دوی یې په نامهٔ را پېژنی ، عکس یې راښیی ، له ماشومانو او کونډو مو خبروی . په لندن کې چې داسې دی ولې یې په کابل کې داسې نه کوو
 موبایل

نه مې غوښت خو په وچ زور يې راباندې ومانۀ. موبايل تيلې فون يادوم. لس کاله وړاندې ما ويل زما يې له موبايل سره څه. په کور او دفتر کې تيلې فون لرم نور يې څه کوم. خو مېرمن مې زوروره شوه. ويل يې په دې عصر کې بې موبايله انسان اصلآ ژوند نه شي کولى. منطق يې راته د منلو نه و. خو نوى پيل کړى ودنى ژوند مې په يوۀ تيلې فون نه خراباوۀ.
مېرمن مې خپله شمېره په کې ثبت کړه. ما ورسره مخالفت وکړ. ورته ومې ويل:
-        ستا شمېره مې له يادو زده ده، څه ته يې په تيلې فون کې ږدې.
-        د انسان په حافظې څه باور دى.
وروسته وروسته هغه ټولې شمېرې چې کلونه راسره په حافظه کې وې موبايل کې ثبت شوې. ورو ورو مې له ذهنه د تيلې فون شمېرې داسې پاکې شوې لکه د کمپيوټر پر اسنادو چې د ډيليټ تڼۍ کېکاږل شي.
د وخت په تېرېدا مې موبايل هم هغسې بدل شو لکه زۀ چې بدلېدم.
سهار له خوبه د راويښېدا زنگ مې ورک کړ. موبايل به په يوې خوندورې موسيقۍ راوېښولم. لاسي ساعت مې پرېښود، موبايل له وخته خبرولم. جنتري مې نه اخيسته، موبايل درلوده.  د کمپيوټر غټ سکرين ته ناسته کمه شوه، د موبايل پر رڼې ښېښې مې اينټرنيټ کوت. د ښار نقشه راسره په موبايل کې وه. د غونډو د رارسېدا خبر موبايل راکاوۀ. د ملگرو او خپلوانو له کاليزې موبايل خبرولم. د وادۀ ، کوژدې او نکاح له ټيک وخته موبال خبرولم.
دا نن سهار چې له کوره وتلم مېرمن مې په ډېر تاکيد راته وويل:
-        هېرجن سړى يې، موبايل دې هېر نه کړې.
-        څه مې بيا هېر کړي دي؟
-        در خبره يم، مه يې راسره شاربه، دا ښه ورځ نه خرابوم.
مېرمن مې له کوره ووته. خبره يې ښه راباندې ونه لگېده. له کوره چې وتلم موبايل مې جېب ته واچاوۀ. د اورگاډي په تمځاى کې خبر شوم چې کوم اورگاډى خراب شوى، گاډي پر وخت نه ځي. مهمه غونډه مې درلوده. موبايل کې مې وخت وليد. که اورگاډي ته منتظرشوى واى ناوخته کېدۀ. د ټکسي د دفتر شمېره مې د موبايل له اينټرنيټه وموندله. زنگ مې ورته وواهۀ. ويل يې په لسو دقيقو کې به د اورگاډي د تمځي په خولۀ کې راته ولاړ وي.  
دباندې ودريدم. زړۀ مې په تنگ شو. مېرمن ته مې زنگ وواهۀ.
-        خير خو دى، ولې دومره وخته زنگ وهې؟
-        ولې د زنگ لپاره هم بايد وخت درڅخه واخلم؟
-        نه موټر چلوم.
-        ښه ښه ځه، هسې مې حال اخيست. لارې ته گوره چې ټکر ونه کړې.
-        سمه ده وروسته بيا يوه مهمه خبره درته لرم.
-        څه شى؟
تيلې فون يې بند کړ. بيا مې زنگ ور ونه واهۀ. ما ويل ټکر ونه کړي.
ورور مې راياد شو، دا ډېر وخت مې زنگ نه و وروهلى. په کابل کې و. پوره لا زنگ نه و ورغلى چې ځواب يې کړ:
-        بلې بلې بلې اورم اورم
-        سلام زۀ يم له لندنه
-        اوووووو سلام سلام اورم دې ښه خو يې
-        هو د خداى فضل څه حال څه احول؟
-        يوه ډېره مهمه او ضروري خبره درسره لرم، ښه دى چې زنگ دې وواهۀ.
-        خير خو دى؟
-        خير دى خو خبره مهمه ده اوس يې نه شم ويلى داسې نيم ساعت وروسته زنگ راووهه.
-        اوس ولې نه؟
-        په يوه مجلس کې يم.
ټيلې فون بند شو. په موبايل کې مې نيم ساعت وروسته وخت ثبت کړ چې فون يې راياد کړي چې بيا ورور ته زنگ ووهم. ورپسې مې په موبايل کې د هوا حال وغوښت. ويل يې لندن کې باران اوري.  فون مې بند کړ.
د سړک پورې غاړې لوى دوکانونه وو. مخته يې د اوبو کوچنى ډنډ او فواره وه. ورغلم. د اوبو شور خوند راکړ. لاس مې اوبو ته يووړ. يخې وې. د ډنډ پر ژۍ کښېناستم. دړز شو ويې ډار کړم. که گورم دوو موټرو ټکر کړى دى. د چا غږ مې واورېد چې امبولانس يې غوښت. ما ويل زۀ به زنگ ووهم. له لاندۀ لاسه مې موبايل داسې ښوى وښوېيد ته وا کب مې نيولى و. موبايل نيغ د اوبو ډنډ ته ولويد. لستوڼي مې راپورته کړل. په يخو اوبو کې مې لاس ډوب شو. موبايل مې راويوست. بيټرۍ ته يې اوبه ورغلې وې. ښيښه يې له اوبو ډکه وه. له کاره لويدلى و.
د پوليسو موټر راغلل. سړک يې بند کړ. نور موټر يې په دې لاره نه پرېښودل. په ټکر کې د دواړو موټرانو چلوونکي خوږ شوي وو. د ټکسي وال راياد شو. دا سړک ورته بند و که راغلى هم وي د اورگاډي تمځي ته نه شي راتلى. بايد زنگ راووهي. خو تيلې فون مې له کاره لويدلى دى. د تيلې فون غرفه مې پيدا کړه. د ټکسي د دفتر شمېره راسره نه وه. په حافظې مې زور راوست چې د مېرمن شمېره راياده کړم. گټه يې ونه کړه. نه پوهېدم څو بجې وې. د لاندۀ ټيلې فون بيټرۍ مې وايستله، وچه مې کړه بيرته مې ورواچوله خو موبايل کار ونه کړ.
کور ته ستون شوم. ما ويل که کوم زوړ موبايل ومومم چې د لاندۀ شوي سيم کارت ورواچوم. د دروازې کړپ شو. مېرمن مې راستنه شوې وه. وار له واره يې وويل:
-        دومره وخته ولې راغلى يې؟
-        ولې په ليدو مې خپه شوې؟
-        نه بابا، خود خوشاله يم خو ما ويل زنگ به راوهې.
-        زنگ چې مې وواهۀ راته ويل دې مهمه خبره لرم.
-        نو مهمې خبرې ته خو لا وخت شته.
-        ولې ؟
-        موبايل به يې بيا در په زړۀ کړي.
-        موبايل اوبو ته ولويد، له کاره لويدلى دى.
د مېرمنې تندى مې وليد چې تريو شو. ما ويل که په موبايل خپه شوې ده، ډاډ مې ورکړ:
- سمېږي بس چې وچ شي سم به شي.
هغې څه ونه ويل. ما وپوښتله:
-        په کور کې  کوم زوړ تيلې فون نشته؟
-        تيلې فون به پيدا شي خو ستا له حافظې سره به څه کوو؟
-        ولې؟
-        ته پوهېږې چې نن کومه ورځ ده؟
-        موبايل مې لوند شوى دى چې درته ويې گورم.
-        نن مو د وادۀ لسمه کاليزه ده، په موبايل کې مې درته وخت کوک کړى و چې پوره ١٠ بجې به زنگ راوهې چې د وادۀ لس کاله دې مبارک شه.
-        اوس څو بجې دي؟
مېرمن مې راڅخه تېره شوه. د کور شمېرې ته زنگ راغى. د دفتر اداري مسووله وه.
-        وبخښئ موبايل مو ځواب نه وايه نو کور ته مې زنگ وواهۀ.
-        نه خير دى، وبخښئ زۀ کار ته نن نه شم درتللى.
-        هو پويه شوم، سهار نه وئ، خو دلته تاسو ته د گلانو سره گېډۍ راغلې ده ، تاسو ته يو ليک هم شته، ما ويل چې خبر مو کړم.
-        ماته گلان؟
-        هو ستاسو په نامۀ دي.
-        کېداى شي دا ليک يې راته ولولئ؟
-        د گډ ژوند لسمه کاليزه مو مبارک.
-        مننه.
-        نه دا په دې ليک کې ليکلي و.
-        ښه ښه، د چا له خوا دى.
-        ستاسو د مېرمنې له خوا.
ټيلې فون مې کېښود. مېرمنې ته مې ورغلم. داسې غلى ودرېدم لکه گناه چې مې کړې وي. هغې ځان نه راباندې پوهاوۀ. ورته ومې ويل:
-        له گلانو دې مننه.خو ....
-        خو څه؟
-        خو ته پوهېږې چې په دې عصر کې بې موبايله ژوند نه کيږي.
د ميرمنې سترگې مې له اوښکو ډکې شوې خو ويې نه ژړل. چابکه تېره شوه پخلنځي ته لاړه. پسې ورغلم. ورته ومې ويل:
- ديگ به نه کوې، ځو دباندې ډوډۍ خورو.
څه يې ونه ويل. راياد شول چې موبايل مې لوند دى. ومې ويل:
-        وبخښه دا موبايل دې راکوې چې يوۀ رستورانت ته زنگ ووهم؟
د دسمبر ٢٧ او ٢٨
د ماخوستن ١٢:١٠
لندن