Wednesday 21 August 2013

د (عدې) کیسې ولې خوند راکړ؟
  19.05.2011    

يو وخت مې له استاد شپون سره مرکه درلوده ، ورڅخه ومې پوښتل چې کومه کيسه خوند ورکوي ، راته کړه يې چې کيسه هغه خوند کوي چې مزه وکړي . استاد له خندا شين شو . مرکه مو پر هغې خندا بشپړه شوه ، وروسته يې څو وارې راياده هم کړه .

د راته گرانې خور فريبا ظاهر لنډه کيسه " عده " مې چې ولوسته خوند يې راکړ . راسره ومې ويل ولې ؟  دا لنډکۍ کيسه به ولولو ، بيا به يې د "مزې" پر دلايلو تم شم .
عده
"ماپښین قضا و  . مچان بنگيدل.  پیلبو  په زانګو کې پر ویده ماشوم مخ پټی راکش کړ . د خټیني خوني په کړکۍ کې یې  ټول کړي اغزي یو پر بل سربیره کیښودل . څو کټوریه اوبه ېې پر وپاشلې . زړه یې د ماشوم له ګرمۍ  بیغمه سو . د کراستي ملا بند یې راواخیست له دروازې ووتله .
 نارینه   له جومات څخه راوتلي سيوري ته ناست ول . پیلبو پلو پر مخ راکش کړ په چټکو ګامونو تیره سوه . د نارینه وو پس پس   یې  تر غوږ سو. سریې پر ونه ګرځاوه.
تر مازدیګره یې یوه پلنډه اغزي راټول کړل . د نورو په راټولولو وه چې شیدې یې راویښې سوې .  له راولاړیدو سره یې پر ملا لاسونه ونیول ، څو شیبې یې سترګي پټي ونیولې .  د تندي خوله یې وچه کړه . پلنډه یې پر سر کیښوده د پلاوه پیڅکی یې په غاښو ټینک ونیو پاته نور اغزي  یې په لاس کې راواخستل.
 له جومات څخه د تیریدو ویره یې په زړه کې وه خو بله لاره یې  نه درلوده . د مازدیګر لمنځونه سوي وه  . نارینه  راوتلي  وو ، د ويالې په غاړه ناست وښځي ګامونه چټک کړه . یو چا تر شا ور ژغ کړه:
- لا حول والله د عدې پوره کیدو ته  هم نه ګوري
 بل  یوه  ورغبرګه کړه  :
مقصد به لري .
 پېلبو څوګامه لیري سوې وه  . دریم کس  ستونی تازه کړ ، آواز یې لوړ کړ :

- که مقصد لري ږغ دې وکي .
پېلبو نوره لیري سوې وه څه یې نه اوریدل . کورته ننوتله . پلنډه یې کښته کړه . په اغزو ویني سوي لاسونه يې پریوله . د ويالې اوبه سرې وزمه سوې.

د مى ١٧ مه ٢٠١١ کال
د ثور ٢٧ مه ١٣٩٠
پاى"

په دې کيسه کې نژدې هره جمله تر ظاهرې مانا ورها خوا  هم څه لري . اضافي جمله يا خبره پکې نشته . استاد منلي يو وخت د ځينو پښتو کيسو په باب راته ويل چې ليکوال دې له غوږه ونيسي ، کور په کور دې وگرځوي او بيا درته ووايي چې سم دې واوريدل که يه ؟  د استاد مطلب دا و چې اضافي خبرې ، پر لوستونکي د ماشوم گومان کول او د خپل منطق د منلو لپاره سپينه مامدينه خبره د ځينو ليکوالانو د ليکنې عيب دى . د فرېبا جانې په " عده " کې دا خو نشته . لوستونکي ته یې فرصت ورکړی دی  چې خپله فکر وکړي.

د کيسې لومړۍ جمله  " ماپښين قضا و" زما په گومان تر ظاهري مانا ورهاخوا د کيسې له ټول حالت سره ډير مناسبت لري. د گرمۍ په ورځو شپو کې  ماپښين قضا مهال د لټۍ ، سستۍ او  زړۀ تنگۍ وخت وي . داستان د لټانو ، زړۀ تنگو او سستو خلکو تصوير راکوي . همدا مهال د دې کيسې لپاره خورا مناسب او ماهرانه غوره شوى دى . د کيسې دويمه جمله : " مچان بنگيدل "  خپل کمال لري. مچان ماشوم په عذابوي ، ماشوم ترې ځان نه شي ساتلى مور يې مخ پټى پرې اچوي . دا هغه حالت دى چې د ماشوم مور ورسره وروسته مخامخ ده . هلته سړي دي چې پس پس يې جوړ دى او پېلبو ترې په پړوني مخ پټوي . دلته مچ بنگيږي هلته سړي بنگيږي ، دغه ډول سړي د ليکوالې په فکر مچان دي . پېلبو د خپل ماشوم په څير دا توان نه لري چې دغه مچان له ځانه وشړي ، مخ ترې پټوي .

د خټينې خونې په کړکۍ کې ازغي سره ټولول او پر سر يې اوبه پاشل چې ماشوم ته هوا سړه کړي، شايد تر ظاهري مانا ور هاخوا هم څه ولري . ليکوالې چې کومه ټولنه راته انځور کړې په هغې کې ښځه او ماشوم په يوۀ دريځ کې دي . د ټولنې فشار ، خبرې او پېغورونه ازغي دي . خټينه خونه ښځه ده ، طبيعي ده ، پاکه ده ، مصنوعي شيان پکې نه دي گډ ، کړکۍ يې دباندينۍ نړۍ ده چې له ازغو ورته ډکه ده .

ملا تړل او له کوره وتل ، ښايي په دې مانا وي چې دغه ډول نړۍ ته وتل عزم غواړي ، جلا هوډ ورته پکار دى . د جومات سیوري ته ناست او بيا د پېلبو په ليدو په پس پسي بوخت سړي ، ماته لا بل تصوير راکوي . له جوماته راوتل ښايي په دې مانا وي چې د خداى له کوره نور ليرې شوي او د خداى له لارې ليرې شوي دی.  سيورى د رڼا ضد ، د جهالت په مانا ، په بله ژبه ليکواله دغه کسان  د خداى له لارې ليرې وگړي بولي چې نور يې رڼا ته شا ده ، سوکالي په تياره کې ويني.

د کيسې وروستۍ جمله " د ويالې اوبه سرې وزمه سوې." لوستونکى له شلو فکرونو او پوښتنو سره پريږدي . د ښځې وينه سره نه ده ، سره وزمه ده ؟ هغې ويالې ته ورځي چې لټان پرې بنډار کوي ؟ او يا ښايي بل څه وي . همدا خبرې لوستونکى هڅوي چې فکر پرې وکړي . ماته هغه کيسه خوند راکوي چې فکر پارونکې وي ښايي همدا حالت به هغه مزه وي چې استاد شپون کلونه وړاندې يادوله.

No comments:

Post a Comment