Wednesday 21 August 2013



ډاکټر صمد حامد چې ما پېژاندۀ
- 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

ډاکټر حامد به ورو خبرې کولې. غږ به يې ټيټ خو دروند و.
له ارواښاد ډاکټر صمد حامد سره مې د ١٩٩٠ مو کلونو په وروستيو کې په ټيلیفون ډېرې خبرې کړې دي.
مخامخ مې ورسره د ليدو بخت و نه موند خو ښايي په تيلیفون ډېرو خبرو دا فکر را پيدا کړى چې ورسره پېژنم.
ډاکټر حامد به ورو خبرې کولې. غږ به يې ټيټ خو دروند و.
خبرې يې د زړۀ تل ته تلې او ناممکنه وه چې باور پرې و نه شي.
ډاکټر حامد تل داسې احساس راکړى چې په هر توري يې فکر کاوۀ.
هره کلمه چې به يې ادا کوله صبر به يې په کې وکړ.
د دوى د مرکې اېډېت د جملو او پراګرافونو د پاکولو اړتيا نه لرله خو د اممم او مکثونو بياتي کولو به ټول وخت ونيو.
دا په دې نه و چې دوى روانې خبرې نه کولې بلکې په هرې کلمې يې بيا او بيا فکر کاوۀ.
ان په عادي خبرو کې يې هم د احتياط لمن نه پرېښوده.
د خپلې هرې خبرې وزن ورمعلوم و.
له دوى مې هېڅکله داسې خبره وا نه ورېده چې کوم څه دې په کې سل په سلو کې سپين يا تور وي.
تل يې مسايل داسې تشريح کول چې سپين يا تور دواړه کېداى شواى، د دۀ شنننې اړ ايستې چې پر موضوع نور فکر وکړې.
د هر نظر خاوند يې ښايي اړ ايستى واى چې د دوى خبرې د ځان په ګټه وبولي ځکه چې په خبرو کې يې ان مخالفه غاړه هم چورلټ نه ملامتوله.
په نظر کې يې انډول ساتۀ.
زما خبرې ورسره په هغو کلونو کې وې چې د خپل هېواد پر برخليک ډېر افغانان نه پوهېدل.
د ١٩٩٠ مو کلونو وروستۍ نيمايي افغانانو ته ښايي تر بل هر کله ناڅرګنده ښکارېده.
طالبانو ولايت پسې ولايت نيوۀ خو نه يې په نړيوال ډګر کې ملاتړ درلود او نه په کور دننه داسې ښکارېدل چې په ټول هېواد به واکمن شي.
لوېديځ له افغانستان سره په ظاهره دلچسپي نه ښوده.
ناهيلي شوي افغانان په دې باور ښکارېدل چې ټاټوبى يې ګاونډيو ته پرېښودل شوى دى.
نړيوالو او پېژندل شويو شننونکو نه د هيلې خبر درلود او نه يې د حل داسې فارمول وړاندې کاوۀ چې د هغه وخت له منطق سره سم ښکاره شوى واى.
په همداسې يوۀ ناڅرګند حالت کې د ډاکټر صمد حامد خبرې پرېشانه ذهن او ناکراره زړۀ ته تر هر څه ښه درمل و.
يادېږي مې چې اوږدې خبرې به مې ورسره وکړې، پوهېدم به چې په سټه روغ نه دى بايد په عذاب يې نه کړم خو نه کېده.
ډېر ځله به د ډاکټر صاحب حامد تر خبرو وروسته ذهنآ ارام وم.
دوى به د مسايلو د حل کونجي په لاس نه وه راکړې خو حالات به يې داسې راته شنلي و چې له ناهيلۍ به يې ايستلم.
نوى فکر به يې درلود چې له بل چا مې نه شواى اورېدلى.
د مرکو لپاره هيڅکله ډاکټر صاحب صمد حامد سملاسي نه چمتو کېدۀ.
ډېر کله به يې ويل چې يو دوه ورځې به فکر پرې وکړم بيا به خبرې سره کوو.
د رسنيو په کار کې هر څه ښايي ممکن وي خو صبر ناشونى دى.
ډاکټر صاحب ته به شله شوم، څو ساعته وروسته به مو مرکه وکړه او ډېر کله به خبره سبا ته پاتې شوې وه.
په خبرو کې به يې احتياط داسې احساس راکاوۀ لکه دا اوس چې هم فعال دېپلومات وي.
د هرې کلمې ادا کول يې داسې و لکه غواړي چې بل څوک يې بل ډول ونه انګېري او يا يې هغسې تعبير کړي چې دغه کارپوه او کم ساري پخواني افغان دېپلومات غوښتل.
يو وخت مې ورڅخه هيله وکړه چې خپلې خاطرې يا ژوند ليک وليکي.
نه مې يادېږي چې څه ډول ځواب يې راکړ او نه پوهېږم چې ليکلې به يې وي که نه.
که يې ليکلى وي د دېپلوماسۍ د ډګر زده کوونکي يې بايد تل ورسره وګرځوي.

No comments:

Post a Comment