Wednesday 21 August 2013

سوات او کابل
 
زما څوکۍ د کړکۍ خواته وه . څنګ ته مې نجلۍ ناسته وه . هغې د مخامخ څوکۍ ترشا د تلويزيون پر شيشې لاس واهۀ . ما واردمخه پر تلويزيوني چاينلونو زړۀ ستړى کړى و . دې ته مې وکتل . لکه چې د کوم ښه فلم په لټه کې وه . د پېلوټ غږ شو . ويل يې الوتکه به په څومره لوړوالي له کومو هيوادونو لندن ته خوځي . د دۀ د غږ پر وخت د تلويزيون شيشه ودرېده . نجلۍ لا هم پر شيشې لاس واهۀ . په انګرېزي مې ورته وويل :
- تر څو چې پېلوټ خبرې کوي دا شيشه کار نه کوي .
دې راته وکتل . پوه نه شوم چې مننه وه که راته ويل يې چې دا هم پوهيږي .غنم رنګې وه . سترګې يې کوچنۍ وې . خولۀ يې هم وړه وه . شونډې يې سرې کړې وې . داسې راښکاره شوې لکه د هندوې پر تندي تپل شوى سوندور . ومې پوښتله :
- لندن ته ځې ؟
بيا يې راته وکتل . په لږ ځنډ يې سرې کړې شونډې سره پرانيستلې :
- دا الوتکه خو څه پاکستان ته نه ځي ؟
غصه را ښکاره شوه . بې چورته مې ځواب ورکړ :
- زۀ د پاکستان نه يم .
دې څه ونه ويل . ورته ټينګ شوم :
- ولې دې پاکستان ياد کړ ؟
نجلۍ د تلويزيون په پردې بوخته پاتې شوه .څه يې ونه ويل . ومې پوښتله:
- ته لکه چې پاکستانۍ يې ؟
- د سوات يم .
- اوووو پښتنه يې؟
راته ويې کتل . دا وار يې په پښتو راته وويل :
- غلى کيږې نه ؟
وشرمېدم . مخ مې واړاوۀ . الوتکه په خوځېدو شوه . تر هغو چې پورته کېده غلى وم . چې ښه پورته شوه او د دوبۍ له ښاره ليرې د سمندر پر سر رهي وه ومې ويل :
- سمندر له دې ځايه څومره کرار ښکاري .
نجلۍ بيا هم څه ونه ويل .ورته ومې کتل . نيغ نيغ مې ورته وکتل . تر څو شېبو مې په کيسه کې نه وه . خو زما پرله پسې کتلو لکه چې اړه کړه . مخ يې راواړاوه:
- څه دي ؟
- جنګ دى .
- د څه شي ؟
- زه څه خبر يم . ته راته وايه .
مخ يې بيرته واړاوه . پر ځاى ودرېدم .
- تشناب ته ځم ، لار راکړه .
نجلۍ له ځايه پورته شوه ، له څوکيو دباندې ووته . زۀ له څوکۍ ووتم . ضرورت مې نه لارۀ . يوه شېبه د څوکيو ترمنځ په لاره ګۍ کې وګرځېدم . چې راستون شوم دې لا هم تلوېزيون ته کتل . راته ودرېده . له څوکۍ ووتله په لاره ګۍ کې ودرېده .لار يې راکړه . په خپل ځاى کښېناستم . دا هم خپلې څوکۍ ته ستنه شوه . ورته ومې ويل :
- که دا الوتکه ولوېږي دواړه به مړه شو .
دې هيڅ ونه ويل . بيا مې شروع کړه:
- ستا چې په ژوندوني دغه حال دى په مرګ خو دې والله که عنکر و منکر ( نکير منکر ) دوى هم وغږوي .
موسکه شوه . خوند يې راکړ :
- نوم دې څه دى ؟
- ولې ؟
- ولې نه ، که راسره يو ځاى مړه شې خبر خو دې يم چې له کومې ببو سره يم .
- ته نه مرې ؟
- ولې پخه مې راوړې ؟
- ته څومره خبرې کوې ؟
- لا خو ژوندى يم که نه .
- زه څه ويل نه غواړم .
- ته يې مه وايه زه خو يې وايم .
راته ويې کتل . ما خپلې وريځې پاس کش کړې لکه ورته وايم چې ځان ټينګ کړه . دا غلې وه . ما ورته وويل :
- زۀ لندن کې اوسېږم . کابل ته تللى وم . دا دى اوس بيرته د مساپرۍ ژوند ته ستنېږم . هلته يوازې يم .
- زه څه خدمت کولى شم ؟
- ته خو سمه ډک ټوپک يې ، له سواته ولې راتلې ؟
په خندا شوه . خندا يې لکه چې له قهره وه . ويې ويل :
- ته څه غواړې؟
- اممممممم هيڅ هم نه غواړم . مطلبي نه يم .
- نو بيا غلى شه .
- ولې څوک چې څه غواړي هغه به خبرې کوي ؟
- زۀ غواړم ووده شم ما پريږده .
- سمه ده ويده شه زه به درته ګورم .
نجلۍ برګه شوه :
- مطلب دې څه دى ؟
- ښه نه به درته ګورم .
دې سترګې پټې کړې . څوکۍ يې شاته پورې وهله . تر ډيرو غلې وه . د ډوډۍ پر وخت يې سترګې رڼې کړې . ورته ومې ويل :
- ومې نه خوړې خو ډېر مې درته وکتل .
ويې خندل . ومې پوښتله :
- نه ښکلې يې ، نه مهربانه يې خو ولې ښه راباندې لګېږې ؟
- ته ليونى يې .
- ته هم په سر کې نه يې .
- څو ماشومان لرې ؟
- ماشوم به څرنګه ولرم چې هرې پېغلې ته ورنژدې شم په تندي يې ١٨٠ ليکلي وي .
- وادۀ نه لرې ؟
- نه .
- څه کار کوې ؟
- په يوه دوکان کې کار لرم ، ته څه کوې ؟
- سبق وايم .
- د ماشومانو پلار خو نه لرې ؟
په زوټه يې وخندل . :
- نه ماشوم او نه يې پلار شته .
- دغه ده چې داسې مرچکۍ يې ؟
- بس که نو .
- سمه ده اوس به نو زه ويده شم .
- ولې ؟
- کله د ابا وار وي کله د ادې .
- کابل ځکه نه جوړيږي چې ستا غوندې ليوني پکې دي .
- زه ويده يم .
- که دا جهاز ولوېد او مړه شو .
- ښه خبره ده په خوب کې به مړ شم پوى به نه شم .
څه يې ونه ويل . ماته د رښتيا خوب راغلى و . يو وخت يې زما پر اوږه لاس کېښود . غږ يې پوست و :
- پاڅېږه رارسيدلي يو اوس به جهاز کوزيږي .
- ته لا دلته يې ؟
ويې خندل . خندا يې له زړۀ راښکاره شوه . چې الوتکه کښېناسته راته ويې ويل :
- ژوندي راورسيدو .
- اوس مړه نه شې ؟
- مطلب دې څه دى ؟
- خو لاړه به شي ، لندن د غوايي کولمه ده څوک به دې پيدا کوي ، د موبايل نبمر درسره شته ؟
- څه پرې کوې ؟
- کابل او سوات يو کوم.
- په لندن کې ؟
- نه په جيهلم کې ، خود په لندن کې .
- نمبر وليکه .
د ٢٠٠٩ کال د جولاى ٢٤ مه
د لندن په وخت د ماپښين پاو کم دوه .
د اماراتو الوتکه له دوبۍ د لندن په لور .

No comments:

Post a Comment