Wednesday 21 August 2013

زموږ دوستۍ زموږ دوښمنۍ

  حوت / کب 1391,
 
يوه ايرلنډۍ نجلۍ مې په کالج کې ټولگي واله وه. دا نو هغه وخت و چې په انگلستان کې افغانان لږ و. په هغو لږو کې خداى له کوم يوۀ سره مخامخ کړې وه. ملگرى يې و خو بيا يې خوا سره بده شوې وه. چې پوه شوه زۀ هم افغان يم د هغۀ پخواني ملگري په خاطر يې راسره ډيرې خبرې کولې او هيله يې دا وه چې زموږ د " ستونزې" پر دليل پوه شي.
دې به راته ويل: د افغانانو دوستي او دوښمني دواړه په عذابوونکې ده.
ما يې خبره نه منله. دا به پرې ټينگه شوه. يوه ورځ يې کيسه راته وکړه. ويل يې افغان ملگرى يې پرې مين و. داسې مين چې د دې سيورى يې لا ښکلاوۀ. که به دا  ويده وه، ټولگي کې به وه، جنازه او وادۀ کې به وه هر ځاى به د دۀ تيلې فون او پوښتنې وې.
ايرلنډۍ اخر دومره په عذاب شوې وه چې افغان ځوان ته يې " په مخ دې ژيړ گلونه" وويل. هلک چيرې منل. نجلۍ ځان کېښ او ځوان ټينگ و چې د پلار نيکۀ مو سره لا پاتې دي. خبره تر پوليسو ورسېده. نجلۍ پوليسو ته شکايت وکړ چې هلک يې ځوروي. پوليسو هلک ته خبر ورکړ چې دا کار ونه کړي. د هلک مينه په دوښمنۍ بدله شوه.
تيلې فوني گواښونو چې کوم ځاى ونه نيو په تم ځاى کې ورته ودريد. چاقو په لاس ورته منتظره و. نجلۍ چې يې وليده پرې ورغى هڅه يې وکړه چې په چاقو يې ووهي. نجلۍ سر سري ټپۍ شوه، د خلکو په مرسته مين افغان، برتانيايي پوليسو ونيو. زنداني شو. خو له زندانه يې هم تر هغو گواښونو ته دوام ورکړ چې نجلۍ کور، د تيلې فون شمېره او هره هغه نخښه بدله کړه چې مجنون درلوده.
کلونه وروسته يوۀ افغان خواخوږي زۀ چايو ته وبللم. ورغلم. گومان مې دا و چې کومه خبره راته لري. راسره ويل مې  داسې موضوع به وي چې يا يې په کې مرسته پکار ده او يا هم نصحيت راته کوي. که نه ورځم خپه کيږي.
له افغاني دود سره سم يې اوږدې مقدمې او " نور څرنگه يې" وکړل. يو وخت مې احساس وکړ چې ښايي څه به يې د ويلو نه لرل. د لټېدو هڅه مې وکړه. دغه و چې سړي خبرې پيل کړې.  اندېښمن و چې زۀ له هغه کس سره خوابدى شوى يم چې د دۀ هم ملگرى دى.  زۀ نه وم خپه شوى خو خواخوږى دوست مې ټينگ و چې خپه يم. زما خبره يې نه منله. مجبور يې کړم ورسره ويې منم چې سمه ده خپه شوى وم بيا به ورته زنگ ووهم. 
کيسه په همدې ځاى پاى ته ونه رسېده. هغه ملگري چې گواکې ورڅخه خپه وم يو دوه ورځې وروسته زنگ راوواهۀ. ويل يې ما کله ويل چې ته سم سړى نه يې.
يوۀ بل خواخوږي ورته ويلي و چې گواکې ما ورته ويلي چې دۀ ويلي چې زۀ  سم سړى نه يم.
د تيلې فون ټولې شمېرې مې وپلټلې چې ايرلنډۍ ټولگيواله وموم. پيدا مې نه کړه. خو که مې وليده ورته وايم به چې زموږ د خواخوږو " خواخوږي" هم زموږ تر دوستۍ او دوښمنۍ کمه نه ده.

No comments:

Post a Comment