Thursday 22 August 2013

ارواښاد زرمل وال او زما ترخه ښوروا
 15 ثور / غويي 1392,

نه پوهېږم په لومړي ځل مې ارواښاد غلام محمد زرملوال صاحب کله وليد خو چې ومې ليد داسې راته واېسېد لکه له کلونو چې يې پېژنم.  غټې گردۍ برېښنده سترگې يې خندانې وې، تندى يې ورين و، پر شونډو يې موسکا خپره وه او چې اورېدم به يې داسې به راته غوږ و لکه تر دۀ لوى چې ورته غږيږي.
د ١٩٩٠ مو کلونو لومړني هغه وو. په کابل د توغنديو باران ورېد، د پرونیو هیلو ځای د نن ناورین نیولی و. دا هغه وخت و چې زما غوندې د احساساتو په نيلي سپارۀ منطق او استدلال ته نه تمېدل. وينه توده وه. خو زرملوال صاحب په شرايطو د غږېدا پر وخت داسې سوړ و لکه د سالنگ د غرونو واوره.
دى هم دردېدۀ. دى هم خوږېدۀ خو خپل احساسات يې په دغه ډول چارو کې کابو کول. دا هم نه وه چې دى احساساتي نه و. د ډېورند کرښه، د پرنګیانو  سیاستونه او د اباسین د پورې غاړې د واکدارانو ځینې کړنې چې به یادې شوې، اور به یې واخیست او دا به دې هېر شول چې له چا سره ناست یې. زرملوال د خپلو خلکو عيبونه ليدل او په زړۀ کې يې منل خو نه يې يادول. که به دې راټينگ کړ موسک به شو خبره به يې تېره کړه او پوه به شوې چې دى خپل نه ملامتوي نورو ته يې زړۀ پوخ دى. منطق يې ورته درلود خو زۀ يې نه قانع کولم.  ما ځان ملامتاوۀ او دۀ ويل مات لاس خپلې غاړې ته لويږي.
ارواښاد زرملوال د مسايلو حل لاره د تاريخ په پاڼو کې موندله.ماته د نن او پرون په شرایطو کې د مځکې او اسمان واټن ښکارېده خو ده د دې مځکې او اسمان تر منځ رابطه لیدله.
زرمل وال صاحب په اصل کې  انجنیر و خو بحث یې سیاسي خوښېده. د خوالۀ يوازيني دوه نور مسايل مو ترخه ښوروا او فوټبال و. په ترخې ښورا تر وروستيو کلونو مين و او فوټبال يې يوازې زما لپاره ياداوۀ او خوښاوۀ. پوهېدم چې په بحث کې به راباندې پوه شو چې  د وطن حالاتو ناهیلی کړی یم نو خبره به یې بدله کړه. د فوټبال او ارسنل لوبډلې کيسې به یې راته پيل کړې. د ترخې ښوروا خوږې کيسې به يې وکړې.
وروسته چې د ماشومانو پلار شوم زرملوال صاحب د هغوى کلکه پوښتنه کوله. څو وارې کور ته راغى. شپنې او برمل ته يې ډالۍ راوړې. داسې لوبې يې ورسره کولې لکه همځولى چې يې وي.
ترخه ښوروا يې ډېره يادوله خو لږ يې خوړله. يو دوه وارې ما خپله ورته پخه کړه. د خوړو پر وخت به يې ژبه پرې ټکوله. خو يوه ورځ مې مېرمن راته وويل چې زرملوال صاحب ورته ویلي چې د ايمل لپاره يې ستايم.  بيا چې به راتۀ مېرمن به مې جلا پخلى ورته کړى و. زما ترخه ښوروا به هم وه خو لاس یېلږ وروړ.
تر ابدي خوب څو مياشتې وړاندې يې  راسره خبرې کولې. ورته ومې ويل ترخې ښوروا ته نه راځې. په لومړي ځل يې وويل: يه بابا ترخه ښوروا څه کوو ښه پلو به سره خورو.
د ده د سیاسي ارزوګانو غوندې د ښه پلو هیله هم نیمه خوا پاتې شوه. روح دې یې ښاد وي.

No comments:

Post a Comment