دا لندن دی: سر او سرتیری
په
افغانستان کې چې د برتانیا کوم عسکر ووژل شی دلته په لندن کې دغه وژنه ارو
مرو په مهمو خبرونو کې یادیږی . که راډیو وی ، که تلویزیون وی او که
ورځپاڼه ، عمومآ داسې لیکی : د دفاع وزارت وایی د پلانی کنډک یو سرتیری په
افغانستان کې ووژل شو . د وژل شوی سرتیری کورنۍ ته خبر ورکړل شوی دی .
یو
دوه ورځې وروسته همدا خبر بیا خپور شی : د دفاع وزارت د هغه وژل شوی
سرتیری نوم په ډاگه کړی چې وړمه ورځ د افغانستان په هلمند ولایت کې ووژل شو
. سرتیری پلانی نومیږی د دهٔ کنډک مشر وایی چې دغه سرتیری خورا تکړه او
مسلکی پوځی و .
په
لومړی خبر کې دوی د سرتیری نوم ځکه نه اخلی چې کورنۍ یې لا د ویر ټغر نه
یې ویړ کړی . کله چې یې کورنۍ پوره خبره شی له هغه وروسته دوی په دویم خبر
کې نور برتانویان د عسکر له نومه خبروی ، د دهٔ عکس ښیی او خلک پرې غږوی .
له ۲۰۰۱ کال راهیسته په افغانستان کې تر اوسه د برتانیا دوه سوه څو اویا
سرتیری وژل شوی دی . د هر یوهٔ په باب همدا ډول خبرونه خپارهٔ شوی دی .
څو
ورځې وړاندې مې په څلورم تلویزیونی کانال د هلمند د مشترک نومی پوځی
عملیاتو په باب رپوټ لید . د شنو پټو ترڅنگ د یوهٔ خټین دیوال لاندې وینه
پرته وه . خبریال ویل دغلته ماین چاودلی و چې درې افغان عسکر یې ووژل .
په
افغانستان کې رسنۍ او د دفاع وزارت د وژل شویو افغان سرتیرو نوم نه
اخلی . تیر کال مې د کورنیو چارو له وزارته تش دومره واوریدل چې په شپږو
میاشتو کې شپږ سوه پولیس وژل شوی دی . د عسکرو شمیره مې کله نه ده اوریدلې
. نه پوهیږم ولې په افغانستان کې دا دود نشته چې د وژل شویو سرتیرو نوم او
نښان څوک نه یادوی . په زور واکو نظامونو کې همداسې وی خو اوسنی افغان
نظام زور واکی نه دی د خلکو په رایو ټاکل شوی .
د
شوروی اتحاد عسکر چې په افغانستان کې وژل کیدل مسکو به یې نوم نه اخیست
او نه به یې خبر ورکاوهٔ چې څو کسه یې وژل شوی دی . د هغه ډول زور واکی
نظام استدلال شاید دا و چې د خپلو وژل شویو سرتیرو په یادولو به یې غلیم
پیاوړی ښکاره شی . خو دغه زورواکی نظامونه ایا په دې فکر نه کوی چې په جنگ
کې خو څه پراټې نه وېشل کیږی . جگړه وینه بهوی ، خلک ژړوی .
برتانیاییان
خپل وژل شوی عسکر نه هیروی ، دوی یې په نامهٔ را پېژنی ، عکس یې راښیی ،
له ماشومانو او کونډو مو خبروی . په لندن کې چې داسې دی ولې یې په کابل کې
داسې نه کوو
No comments:
Post a Comment